سوره الانعام (څاروي) (آیت 15)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۱۵
قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
ته ووایه: بېشكه زه د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم، كه د خپل رب نافرماني وكړم (۱۵)
تفسیر
ته ووایه –ای پیغمبره-: بیشکه زه ویریږم که چیرته زه د الله تعالی نافرماني وکړم په کولو د هغه څه سره چې په مایې حرام کړي د شرک او نورو ګناهونو نه، او یا په پریښودلو د هغه څه سره چې ما ته یې پرې امر کړی د ایمان او نورو نیکیو نه، چې ما لره به د قیامت په ورځ ډیر لوی عذاب راکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: