سوره الانعام (څاروي) (آیت 161)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۶۱

قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 161 ١٦١

ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و (۱۶۱)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره!- دې دروغ ګڼوونکو مشرکانو ته: بیشکه ښودنه کړې ماته رب زما سمې لارې ته چې هغه لار د داسې دین ده چې برابر دی په مصلحتونو د دنیا او اخرت، او هغه دین د ابراهیم -علیه السلام- دی چې مایل دی د حق طرف ته، او هغه هیڅکله له مشرکانو څخه نه و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ