سوره الانعام (څاروي) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۶

مَنْ يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمَهُ ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ 16 ١٦

هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا په هغه يې رحم وكړ او دا څرګنده كامیابي ده (۱۶)

تفسیر
د چا نه چې الله تعالی دغه عذاب د قیامت په ورځ لرې کړي، نو بیشکه دا کامیاب شو د الله تعالی په خاص رحمت باندې، او دا خلاصیدل د دې عذاب نه همدا ښکاره کامیابي ده چې هیڅ کامیابي ورسره نشي برابریدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ