سوره الانعام (څاروي) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۷

وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِنْ يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 17 ١٧

او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۷)

تفسیر
او که تاته درورسیږي –ای بنی ادم- د الله تعالی له طرفه یو مصیبت نو نشته څوک دفع کوونکی د دې مصیبت ستانه مګر الله تعالی دی، او که چیرته تاته درورسیږي د الله تعالی نه څه خیر نو نشته هیڅ څوک بندوونکی دې خیر لره ستا نه، او نشته څوک واپس کوونکی د الله تعالی مهربانۍ لره، نو پس هغه په هر څه باندې قادر ذات دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ