سوره الانعام (څاروي) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۲۱

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 21 ٢١

او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى (۲۱)

تفسیر
نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې الله تعالی ته یې د شریک نسبت کړی وي، نو د هغه سره یې ورله عبادت کړی وي، او یا یې دروغ ګڼلي وي د الله تعالی هغه آیتونه چې په خپل پیغمبر یې رالیږلي، بیشکه هغه ظالمان چې نسبت د شریک یې الله تعالی ته کړی او د هغه د آیتونو تکذیب یې کړی هیڅکله نشي کامیابیدلی که چیرته توبه ونه باسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ