سوره الانعام (څاروي) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۲۲

وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا أَيْنَ شُرَكَاؤُكُمُ الَّذِينَ كُنْتُمْ تَزْعُمُونَ 22 ٢٢

او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟ (۲۲)

تفسیر
او یاده کړه ورځ د قیامت کله چې به مونږ دوی ټول راجمع کړو، نه به پریږدو هیڅوک د دوی نه، بیا به مونږ د رټنې په ډول هغه چا ته ووایو چې د الله تعالی سره یې د نور چا بندګي کړې وه: هغه برخه وال مو چېرته دي چې په درغو مو دعوه کوله چې دوی د الله تعالی سره برخې والا دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ