بیا به نه وي د دوى (بله) بهانه مګر دا چې دوى به ووايي: قسم په الله چې زمونږ رب دى! مونږ مشركان نه وو (۲۳)
تفسیر
بیا به نه وي د دوی بهانه وروسته د دې ازمیښت نه مګر دا چې دوی به د خپلو معبودانو څخه بیزاره شي، او دروغ به ووایې چې: قسم دی په تا باندې اې زمونږه ربه مونږ خو ستا سره په دنیا کې څوک شریکان نه و جوړ کړي، بلکه مونږ خو په تاباندې ایمان لرلو، خاص ستا بندګي مو کوله.