سوره الانعام (څاروي) (آیت 2)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۲
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَىٰ أَجَلًا ۖ وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ۖ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ
دى همهغه ذات دى چې تاسو يې له خَټې نه پیدا كړئ، بیا يې یو وخت مقرر كړ او مقرر وخت له هغه سره (لیك) دى، بیا (هم) تاسو شك كوئ (۲)
تفسیر
هغه پاک ذات دی چې تاسو یې پیداکړي یاست –ای خلکو- د خټې نه کله چې یې ستاسو پلار ادم –علیه السلام- د هغې نه پیدا کړ، بیا الله تعالی په ځمکه کې ستاسو د پاتې کیدلو لپاره نیټه مقرره کړې، او د قیامت په ورځ ستاسو د بیا ژوندي کولو لپاره یې بله نیټه مقرر کړي چې نه پوهیږي په هغې باندې مګر یواځې همغه، بیا تاسو شک کوئ د هغه په قدرت کې په بیا ژوندي کولو باندې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: