او كه چېرې په تا باندې د دوى مخ اړول ګران وي، نو كه ته طاقت لرې د دې چې په ځمكه كې سُرنګ ولټوې، یا اسمان ته كومه زینه، بیا ته دوى ته څه نښه (معجزه) راوړې، (نو داسې وكړه) او كه الله غوښتلى لازمًا به يې دوى په نېغه لار باندې جمع كړي وو، نو ته له ناپوهانو څخه مه كېږه (۳۵)
تفسیر
او که چیرته ګران وي په تا باندې -ای پیغمبره- هغه چې دررسیږي تاته د دوی د دروغجن ګڼلو نه او د دوی د مخ اړولو نه د هغه حق څخه چې تا پرې راتګ کړی، نو که چیرته ته توان ولرې د دې خبرې چې ولټوې سورنګ په ځمکه کې او یا پوړئ (زینه) اسمان ته؛ تر څو راوړې دوی ته یو ښکاره دلیل پرته له هغه نه چې مونږ پرې ته مضبوط کړی یې نو وکړه دا کار، او که چیرې غوښتلی وی الله تعالی راټولول د دوی په هغه هدایت باندې چې تاپرې راتک ګړی نو راجمع کړی به یې پرې وی، لیکن الله تعالی دا نه غواړې د يو غټ حکمت له وجې نه، نو ته په دې باندې د ناخبرو نه مه کیږه، نو ته به بیا خپل ځان په پښیمانتیا کې واچوي د دې وجې نه چې دوی ایمان نه راوړي.