او دوى وايي: ولې په ده باندې كومه معجزه د خپل رب له جانبه نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه الله په دې قادر دى چې معجزه نازله كړي او لېكن د دوى اكثره خلق نه پوهېږي (۳۷)
تفسیر
او وایې مشرکان په داسې حال کې چې سختي کوونکي او ځنډونکي وي ایمان لره: ولې نه نازلیږي په محمد باندې یوه معجزه چې دلیل وي د هغه په ریښتنولۍ باندې په هغه څه کې چې ده پرې راتګ کړی؟ ته ووایه: -ای پیغمبره-: بیشکه الله تعالی قادر دی په رالیږلو د معجزې په هغه ډول چې دوی یې غواړي، خو لیکن ډیر د دې مشرکانو نه کوم چې د معجزې غوښتونکي دي په دې نه پوهیږي چې بیشکه د معجزو رالیږل د الله تعالی د حکمت په اساس وي، نه د دوی د غوښتنو په اساس، نو که چیرته یې راولیږي او بیا دوی ایمان رانه وړي نو هلاک به یې کړي.