سوره الانعام (څاروي) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۳

وَهُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الْأَرْضِ ۖ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ 3 ٣

او په اسمانونو كې او په ځمكه كې هم هغه الله دى، هغه ستاسو په پټو (حالاتو) او ستاسو په ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې كوئ (۳)

تفسیر
او هغه الله تعالی مستحق د عبادت دی په رښتیا سره په اسمانونو او ځمکه کې، نه پټیږي په هغه باندې هیڅ شی، نو هغه ذات پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې پټوئ د نیتونو، ویناګانو او کارونو څخه، او پوهیږي په هغه چې تاسو یې ښکاره کوئ د دې نه، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ