ته (دوى ته) ووایه: ما خبر كړئ كه چېرې په تاسو د الله عذاب راشي، یا په تاسو قیامت راشي، ایا تاسو به له الله نه غیر (بل څوك) بلئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ (۴۰)
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب د الله تعالی له طرفه او یا تاسو ته قیامت ناڅاپه راشي هغه چې تاسو سره یې وعده شوې چې یقینا دا راتلونکی دی؛ آیا تاسو به په دغه وخت کې د الله تعالی نه پرته بل چا نه وغواړئ چې ستاسو څخه هغه مصیبت او سختي لرې کړي چې په تاسو راغلې، که چیرته تاسو په خپله دې دعوه کې ریښتوني یاست چې یقینا ستاسو معبودان تاسو ته خیر دررسوي او یا ستاسو څخه شر بچ (دفع) کوي؟!.