سوره الانعام (څاروي) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۴۲

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ 42 ٤٢

او یقینًا یقینًا مونږ پېغام لېږلى و له تا نه مخكې امتونو ته، بیا مونږ هغوى په سختیو اوتكلیفونو سره ونیول، د دې لپاره چې هغوى عاجزي وكړي (۴۲)

تفسیر
او یقینا مونږ لیږلی وو ستا نه مخکې نورو امتونو ته -ای پیغمبره- پیغمبران نو هغوی دروغجن وګڼل، او مخ یې واړاوه د هغه څه نه چې دوی پرې راتګ کړی و، نو مونږ هغوی ته په مالي تکلیفونو لکه غریبۍ سزا ورکړه او په هغه څه مو ورته سزا ورکړه چې د دوی بدنونو ته ضرر رسوي لکه مرض (بیمارتیا) د دې وجې نه چې دوی خپل رب ته عاجزي وکړي، او هغه ته غاړه کیږدي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ