او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي (۴۸)
تفسیر
او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو یې د خپلو پیغمبرانو نه مګر لپاره د خبر ورکولو مومنانو او تابعدارنو ته په هغه څه چې خوشحالوي يې د همیشني نعمتونو څخه، هغه چې نه ختمیږي او نه پرې کیږي، او ویرول د کافرانو او نافرمانو خلکو لره زمونږ د سخت عذاب نه، نو چاچې په پیغمبرانو باندې ایمان راوړ، او خپل عمل یې برابر کړ، نو نه به وي په دوی باندې هیڅ ویره د هغه څه نه چې دوی به ورسره په اخرت کې مخامخ کیږي، او نه به خپه کیږي او غمجن کیږي په هغه څه چې د دوی څخه په دنیا کې پاتې شوي دي.