سوره الانعام (څاروي) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۴

وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ 4 ٤

او دوى ته د خپل رب له ایتونو څخه هېڅ یو ایت نه راځي مګر دا چې دوى له هغه نه مخ اړونكي دي (۴)

تفسیر
او نه راځي مشرکانو ته هیڅ یو دلیل د دوی د رب له طرف نه مګر پریښی یې دی پداسې حال کې چې پرې بې پروا دي، نو بیشکه راغلي دوی ته څرګند او ښکاره دلیلونه دلالت کوونکی د الله تعالی په توحید باندې، او راغلي دوی ته آیتونه دلالت کوونکي په رښتینولۍ د ده د پیغمبرانو، او سره د دې نه بیا هم د دې نه مخ اړوونکي دي هیڅ باک کوونکي (پروا کوونکی) ندي دې لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ