سوره الانعام (څاروي) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۵۰

قُلْ لَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ 50 ٥٠

ته ووایه: زه تاسو ته نه وایم چې ما سره د الله خزانې دي او نه زه عالم الغیب یم او نه زه تاسو ته دا وایم چې بېشكه زه مَلَك یم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه شي چې ما ته وحي كولى شي، ته ووایه: ایا ړوند او بينا سره برابر دي؟ ایا نو ولې تاسو سوچ او فكر نه كوئ (۵۰)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: زه تاسو ته دا نه وایم چې: زما سره دالله تعالی د رزق خزانې دي چې زه پکې تصرف کوم څرنګه چې زه وغواړم، او دا هم تاسو ته نه وایم چې: زه په غیبو باندې پوهیږم مګر هغه چې الله تعالی پرې ماته د وحې په ذریعه خبر راکړی، او زه تاسو ته دا هم نه وایم چې: زه د ملایکو نه یو ملایک یم، بلکې زه د الله تعالی له طرفه پیغمبر یم، تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې ما ته یې وحې کیدلی شي، او زه دعوا نه کوم د هغه څه چې ما لره نه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: آیا برابر دی هغه کافر چې سترګې یې د حق نه ړندې شوي، او هغه مومن چې حق یې لیدلی او ایمان یې پرې راوړی؟ آیا تاسو په خپلو عقلونو باندې فکر او سوچ نه کوئ -ای مشرکانو- په هغه څه کې چې ستاسو شاوخوا دي د معجزاتو او نښو نه!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ