او همدارنګه مونږ د دوى ځینې په ځینو (نورو) سره ازمایلي دي، د دې لپاره چې دوى ووايي: ایا داخلق دي چې الله په دوى باندې زمونږ له مینځه احسان كړى دى، ایا الله په شكر ګذارو باندې ښه پوه نه دى! (۵۳)
تفسیر
او همدارنګه و ازمایل مونږ بعضې د دوی نه په بعضو نورو، نو وګرځول مونږ دوی مختلف د دوی په دنیوي برخو کې، مونږ دوی د دې لپاره وازمایل چې مالداران کافران غریبو مسلمانانو ته ووایې. آیا دا غریبان هغه خلک دي چې الله تعالی پرې د هدایت کولو احسان کړی زمونږ تر منځ؟! که چیرته ایمان خیر وي نو دوی به زمونږ څخه نه وی مخکې شوی دې ایمان ته، پس مونږ خو د مخکې والي والا خلک یو. آیا نه دی الله تعالی ښه پوهه په شکر کوونکو د هغه په نعمتونو، نو هغوی ته د ایمان توفیق ورکوي، او ښه پوهه دی په ناشکري کوونکو د هغه په نعمتونو، نو ذلیل کوي یې، نو ایمان نه راوړي؟! ولی نه؛ بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په دوی ټولو.