ته ووایه: بېشكه زه په هغه ښكاره دلیل باندې یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغه تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ، نشته دى حكم مګر خاص د الله لپاره، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى (۵۷)
تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: یقینا زه په ښکاره دلیل باندې یم د خپل رب د طرف نه، خپل خواهش باندې نه یم، او تاسو دروغ ګڼئ دې دلیل لره، نشته ما سره هغه عذاب او حیرانوونکې معجزې چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ، بیشکه دا ټول د الله تعالی په لاس کې دي، نو نده فیصله د هر شي -او د هغه نه هغه څه هم دي چې تاسو غوښتلي- مګر یوازې الله تعالی لره ده، هغه حق وایې او په حق فیصلې کوي، او هغه پاک ذات؛ غوره هغه څوک دی چې بیان کړی او جدا کړي یې دي حقپرست د باطل پرست نه.