سوره الانعام (څاروي) (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۵۸

قُلْ لَوْ أَنَّ عِنْدِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الْأَمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۗ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ 58 ٥٨

ته ووایه: یقینًا كه ما سره هغه شى وَى چې تاسو هغه په تلوار سره غواړئ (، نو) لازمًا به زما او ستاسو په مینځ كې خبره فیصله كړى شوې وه او الله په ظالمانو باندې ښه عالم دى (۵۸)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: که چیرته ما سره وي او زما په واک کې وي هغه عذاب چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ نو ما به په تاسو نازل کړی و، او په دغه وخت کې به فیصله شوی و هغه کار چې زما او ستاسو ترمنځ دی، او الله تعالی ښه پوهه دی په ظالمانو چې څومره مهلت ورکوي او څه وخت سزا ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ