سوره الانعام (څاروي) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۶۰

وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُمْ بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَىٰ أَجَلٌ مُسَمًّى ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 60 ٦٠

او هم هغه ذات دى چې تاسو په شپه كې وفات كوي او هغه پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې د ورځې كوئ، بیا به هغه تاسو په هغې (ورځې) كې راژوندي كوي، د دې لپاره چې ټاكلى وخت پوره كړى شي، بیا به خاص د هغه په طرف ستاسو واپسي وي، بیا به هغه تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو كول (۶۰)

تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو روحونه په خوب کې په عارضي ډول اخلي، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې کوئ د عملونو نه د ورځې ستاسو د نشاطت په وخت کې، بیا تاسو راژوندي کوي په ورځ کې وروسته د اخیستلو د روحونو ستاسو نه په خوب سره د دې لپاره چې تاسو خپل کارونه ادا کړئ، تر دې چې ستاسو د ژوند لیکل شوې نیټې د الله تعالی سره ختمي شي، بیا ستاسو یوازې هغه ته ورګرځیدل دي په دوباره راپاڅیدلو سره د قیامت په ورځ، بیا به خبر درکړي تاسو ته په هغو عملونو چې تاسو په خپل دنیوي ژوند کې کول، او په هغه به بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ