سوره الانعام (څاروي) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷۱

قُلْ أَنَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰ أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللَّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۖ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ 71 ٧١

ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په خپلو شاګانو وګرځولى شو، وروسته له دې نه چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې هغه شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دا نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، هم هغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم كړى شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو (۷۱)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا زه بندګي وکړم پرته د الله تعالی نه د بوتانو چې د هیڅ فایدې رسولو واک نه لري چې فایده راته راورسوي او نه د ضرر رارسولو طاقت لري چې ضرر راته راورسوي، او واوړو مونږ د ایمان نه وروسته له هغه نه چې الله تعالی مونږ ته دایمان توفیق راکړی، نو مونږ به شو په شان د هغه چا چې ګمراه کړی وي ده لره شیطان، نو پریښودی یې وي ده لره حیران چې سمه لاره نشې پیداکولی، او د ده نور ملګري وي په سمه لار روان وي دا د حق طرف ته رابلي، خو دا د هغوی بلنه نه قبلوي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه هدایت د الله تعالی هماغه په ریښتیا هدایت دی، او بیشکه الله تعالی مونږ ته امر کړی چې مونږ هغه ته غاړه کیږدو پاک او اوچت ذات دی په لازمولو دیووالي د هغه او دعبادت د هغه یوازې، نو هغه پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ