سوره الانعام (څاروي) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷۳

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ وَيَوْمَ يَقُولُ كُنْ فَيَكُونُ ۚ قَوْلُهُ الْحَقُّ ۚ وَلَهُ الْمُلْكُ يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ ۚ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ 73 ٧٣

او دى همغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په حقه سره پیدا كړي دي او (یاده كړئ) هغه ورځ چې هغه (الله) به ووايي: موجود شه! نو هغه به موجود شي، هم د هغه وینا حقه ده، او خاص د هغه لپاره حكومت دى په هغې ورځ كې چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، (هغه) د پټو او ښكاره (څیزونو) عالم دى او هم هغه ښه حكمت والا، ښه خبردار دى (۷۳)

تفسیر
او هغه پاک او اوچت ذات دی چې پیداکړی یې دي اسمانونه او ځمکه لپاره د ښکاره کولو د حق، په هغه ورځ چې الله تعالی به یو شي ته ووایې: پیدا شه؛ نو پیدا به شي، کله چې به ووایې د قیامت په ورځ: پاڅیږئ نو ټول به پاڅیږي، وینا د هغه ریښتیا ده هغه چې خامخا واقع کیدونکې ده، او دې الله تعالی لره ده یوازې پادشاهي د قیامت په ورځ کله چې به اسرافیل په ښکر کې دویم پوکی وکړي، پوهه دی په ټولو هغو څه چې پټ دي او په ټولو هغو څه چې ښکاره دي، او هغه حکیم ذات دی په خپل پیدایش او چارو کې، خبردار ذات دی هغه چې هیڅ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، نو د کارونو پټ هغه ته داسې دي لکه ښکاره د هغو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ