سوره الانعام (څاروي) (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۷۷

فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِنْ لَمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ 77 ٧٧

بیا كله چې يې سپوږمۍ ولیده، ځلېدونكې، ويې ويل: دا زما رب دى؟ نو كله چې هغه پرېوتله (، نو) ويې ويل: یقینًا كه چېرې ما ته زما رب نېغه لار ونه ښیي (، نو) زه به خامخا له ګمراه خلقو څخه شم (۷۷)

تفسیر
او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي د هغه د یووالي او یوازې د هغه د عبادت کولو نو خامخا زه به د هغه چا څخه شم چې د حق دین نه لرې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ