او له هغه سره خپل قوم جګړه وكړه، ويې ويل: ایا تاسو زما سره د الله په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې هغه ما ته نېغه لار راښودلې ده، او زه له هغو شیانو نه نه وېرېږم چې تاسو يې له هغه (الله) سره شریكان جوړوئ، مګر دا چې زما رب څه شى وغواړي، زما رب د علم په لحاظ سره هر شى راګېر كړى دى، ایا نو ولې تاسو نصیحت نه منئ (۸۰)
تفسیر
او جګړه وکړه د هغه سره قوم د هغه چې مشرکان وو د الله تعالی په یووالي کې، او هغه یې د خپلو بتانو څخه وویراوه، نو هغه ورته وویل: آیا تاسو ماسره د الله تعالی په توحید او د هغه د یوازې عبادت مستحق ګڼلو کې جګړه کوئ، او حال دا دی چې توفیق راکړی ماته رب زما خپل طرف ته، او زه ستاسو د بتانو څخه نه ویریږم، ځکه چې هغه د ضرر ورکولو اختیار نه لري چې ما ته ضرر راورسوي او نه د فایدې ورکولو اختیار لري چې فایده به ماته راکړي مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه چې الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیدونکي دي، او سره د علم د الله تعالی نه په هر شي باندې نو په هغه باندې هیڅ شی په زمکه او اسمان کې پټ نه شي پاتې کیدلی، نو آیا تاسو ولې پند نه اخلئ -ای زما قومه- د هغه څه نه چې تاسو پکې یاست د کفر کولو نه په الله تعالی او په هغه باندې دشرک کولو نه نو تاسو به یوازې په هغه ایمان راوړئ.