او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) اوهمدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو (۸۴)
تفسیر
او وربښلی و مونږ ابراهیم -علیه السلام- ته زوی د هغه اسحاق -علیه السلام- او لمسی د هغه یعقوب -علیه السلام، او مونږ دې دواړو ته توفیق ورکړی و سمې لارې ته، او د دې نه مخکې مو نوح -علیه السلام- ته توفیق ورکړی و، او توفیق مو ورکړی و دحق لارې ته د نوح -علیه السلام- د اولادې نه هر یو داود او د هغه زوی سلیمان -علیهما السلام- ته او موسی او د هغه ورور هارون -علیهما السلام- ته، او د دې بدلې په شان چې مونږ دې پیغمبرانو ته ورکړی وه د دوی په احسان سره بدلې ورکوو مونږ د دې په شان نورو محسنینو ته د هغوی په نیکۍ کولو.