او دوى وویل: په ده باندې مَلَك ولې نه دى نازل كړى شوى؟ او كه مونږه مَلَك نازل كړى وى (نو) لازمًا به معامله فیصله كړى شوې وه، بیا به دوى ته مهلت نه وركول كېدى (۸)
تفسیر
او ویلی دې کافرانو: که چیرته الله تعالی د محمد سره یو ملایک رالیږلی وي چې مونږ سره یې خبرې کولې او دا ګواهي یې ورکوله چې یقینا دا پیغمبر دی نو مونږ به ایمان راوړی وی، او که چیرته مونږ رالیږلی وی ملایک په هغه ډول چې دوی غوښتلی نو خامخا مونږ به دوی هلاک کړي وو، کله چې دوی ایمان نه و راوړی، او دوی ته به د توبی ایستلو پورې وخت نه وي ورکړل شوی کله چې دا ملایک رانازل شوي وي.