سوره الانعام (څاروي) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۹

وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِمْ مَا يَلْبِسُونَ 9 ٩

او كه چېرې مونږ دا (رسول) مَلَك ګرځولى وَى (، نو) خامخا مونږ به هغه سړى جوړ كړى و او خامخا مونږه به دوى په هغه شبه كې اچولى، په كومه شبه كې چې (اوس) پراته دي (۹)

تفسیر
او که چیرته مونږ دوی ته لیږونکی پیغمبر پرښته ګرځولې وه نو خامخا به مونږ د سړي په شکل کې ورلیږلې وه د دې لپاره چې دوی ترې اوریدل وکولای شي او له هغې څخه اخیستل وکولای شي؛ ځکه چې دوی په دغه صورت کې دا کارونه (د خبرې اوریدل او د هغه څخه د وحې او د هدایتو اخیستل) د دې ملایک سره د هغه په خپل شکل کې نشي کولی په کوم کې چې الله تعالی پیداکړی، او که چیرته مونږ دا ملایک د سړي په شکل کې راولیږو نو په دوی به د هغه کار ګډوډ شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ