سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




60 الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۱۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ ۖ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ ۖ لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ ۖ وَآتُوهُمْ مَا أَنْفَقُوا ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۚ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنْفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنْفَقُوا ۚ ذَٰلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ ۖ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 10 ١٠

اى هغو كسانوچې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته مومنې ښځې راشي، چې هجرت كوونكې وي، نو تاسو دوى وازمایئ۔، الله د دوى په ایمان ښه عالم دى۔، نو كه تاسو دوى مومنې وپېژنئ (معلومې كړئ)، نو تاسو دوى كافرانو ته بېرته مه لېږئ، ۔ دوى د هغوى (كافرانو) لپاره حلالې نه دي او نه هغوى د دغو (مومنو ښځو) لپاره حلال دي او تاسو (د دغو مومنو ښځو) دغو (كافرو خاوندانو) ته هغه څه وركړئ چې دوى لګولي دي۔ او پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چې تاسو له دوى سره نكاح وكړئ (خو په دې شرط) كله چې تاسو دوى ته د دوى مهرونه وركړئ۔ او تاسو د كافرو ښځو په عصمتونو منګولې مه لګوئ (په نكاح كې يې مه ساتئ) او تاسو هغه څه وغواړئ چې تاسو (په دغو كافرو ښځو) لګولي دي۔ او دوى (كافر خاوندان) دې هم هغه څه وغواړي چې دوى (په دغو مهاجرو ښځو باندې) لګولي وي۔، دغه د الله حكم دى، الله ستاسو په مینځ كې (په ده سره) فیصله كوي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى (۱۰)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پرهغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤمنې مهاجرې د کفر له زمکې څخه د اسلام زمکې ته درته راشي؛ نو د ايمان په رېښتينولۍ کې يې وازمويئ، الله د هغوی پر ايمان ښه پوه دی، د هغوی په زړونو کې چې څه دي له هغو هيڅ هم نه ترې پټيږي، کله چې له ازموينې وروسته پرې پوه شوئ چې هغوی مؤمنې دي د هغه څه له امله چې تاسو ته يې رېښتينولي څرګنده شي، نو بيا يې کافرانو مېړونو ته مه ور واپس کوئ، د مؤمنو مېرمنو لپاره روا نه دي چې له کافرانو سره واده وکړي، او نه د کافرانو لپاره روا دي چې له مؤمنو مېرمنو سره نکاح وکړي، او مېړونو ته يې هغه مهرونه ورکړئ چې لګولي يې دي، اې مؤمنانو! پر تاسو کومه ګناه نشته چې د هغوی له عدت تېرېدو وروسته ورسره نکاح وکړئ کله مو چې هغوی ته يې مهرونه ورکړي وي او د چا چې ښځه کافره وي او يا له اسلام څخه مرتده شوې وي؛ نو له ځان سره دې نه ساتي، ځکه د کفر له امله يې نکاح سره ختمه شوه، او له کافرانو د خپلو هغو مرتد شويو مېرمنو ورکړی مهر وغواړئ، او هغوی دې هم د خپلو مسلمان شويو مېرمنو مهرونو غوښتنه وکړي، دغه ياد شوی ستاسو لخوا او د هغوی لخوا د مهر واپس کول د الله حکم دی، الله پاک ستاسو ترمنځ د هغه څه پرېکړه کوي چې غواړي يې، او الله د خپلو بندګانو پر احوالو او اعمالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او په هغه څه کې د حکمت والا دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې روا کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ