سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




60 الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۳

لَنْ تَنْفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ ۚ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 3 ٣

تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد۔، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى (۳)

تفسیر
تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، د هغوی له امله به د قيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ