سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




60 الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۴

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۖ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ 4 ٤

یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو۔ او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى۔، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى۔ خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ۔، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى (۴)

تفسیر
اې مؤمنانو! په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم عليه السلام او هغو مؤمنانو کې چې له هغه سره وو يوه ښکلې تګ لاره ده، کله يې چې خپل کافر قوم ته وويل: موږ له تاسو او له هغه بوتانو څخه بېزار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، پر هغه دين مو کفر کړی چې تاسې پرې ياست، زموږ او ستاسو ترمنځ دښمني او کرکه څرګنده شوه تر څو يوازې پر الله ايمان راوړئ، او له هغه سره هيڅوک شريک نه کړئ، نو پر تاسې هم لازم دي چې له خپل کافر قوم څخه د هغوی غوندې بېزاره شئ، مګر د ابراهيم وينا خپل پلارته: چې هرومرو به ستا لپاره له الله څخه بخښنه غواړم؛ نو په دې کې د هغه پيروي مه کوئ، ځکه دغه (وينا) د ابراهيم له خپل پلار څخه له ناهيله کېدو مخکې وه، نو د مؤمن لپاره روا نه ده چې د مشرک لپاره بخښنه وغواړي، او نه ته له ځانه د الله د عذاب څخه د څه ګرځوونکی يې، اې زموږ پالونکيه! په خپلو ټولو چارو کې مو يوازې پر تا بروسه کړې ده، او يوازې تاته توبه کوونکي درګرځېدلي يو، او د قيامت په ورځ يوازې تاته در ګرځېدل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ