سوره الصف (صف) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۱۳

وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ 13 ١٣

او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه (۱۳)

تفسیر
او د دغه سوداګرۍ له ګټې څخه يوه بله ځانګړتیا چې تاسو يې خوښوئ هغه نغده په دنيا کې ده، چې الله به ستاسو د دښمن پر خلاف ستاسو مرسته وکړي، او فتحه نېږدې ده چې پر تاسې به يې فتحه کړي چې هغه د مکې او نورو ځايونو فتحه ده، اې رسوله! مؤمنان په دنيا کې پر هغه مرسته او په آخرت کې د جنت پر هغه بريا خبر کړه چې خوشحالوي يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ