سوره الصف (صف) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۶

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ 6 ٦

او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى۔، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى (۶)

تفسیر
اې رسوله! په ياد کړه کله چې د مريمې زوی عيسی علیه السلام وويل: اې بني اسرائيلو، پرته له شکه زه د الله رسول يم چې تاسو ته يې لېږلی يم له ما مخکې نازل شوي تورات تصديقوونکی يم، زه کوم نوی رسول نه يم، او د داسې رسول زېری ورکوونکی يم چې له ما وروسته راځي نوم يې احمد دی، کله چې عيسی له داسې دلايلو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، هغوی وويل: دا څرګندې کوډې دي، هيڅکله به پيروي ونه کړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ