سوره الصف (صف) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۸

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ 8 ٨

دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي۔ او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى۔ اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي (۸)

تفسیر
دغه درواغ ګڼونکي غواړي چې د الله رڼا مړه کړي پر هغه څه چې له هغوی کومې فاسدې مقالې (ويناوې) او د حق ګډوډولو خبرې صادريږي، او الله د خپلې رڼا بشپړوونکی دی، که څه هم هغوی نه غواړي، داسې چې خپل دين به د ځمکې ختيځو او لوېديځو کې ښکاره کړي او خپله کلمه به لوړه کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ