سوره الصف (صف) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۹

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ 9 ٩

دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي۔، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي (۹)

تفسیر
الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې د اسلام له دين سره لېږلی، چې د هدایت او خير ته د لارښوونې دين او ګټورې پوهې او نېک عمل دين دی، ترڅو يې پر ټولو دينونو برلاسی کړي سره له دې چې مشرکان نه خوښوي چې په ځمکه کې دې ځای پرځای شي د هغوی د پوزو د سپېروالي سربېره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ