سوره الجمعة (جمعه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۱۱

وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انْفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا ۚ قُلْ مَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ۚ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 11 ١١

او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې۔، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي۔ او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى (۱۱)

تفسیر
او کله چې ځينو مسلمانانو سوداګري او ساعت تېری وليدل هغو ته په وتلو سره تيت او وپاشل شول، او اې رسوله! ته يې پر منبر ولاړ پرېښودې، اې رسوله! ووايه: پر نېک عمل چې له الله سره کومه بدله ده هغه له هغې سوداګرۍ او ساعت تيرۍ څخه -چې تاسې ور وتلي واست- غوره ده، او الله ترټولوغوره روزي ورکوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ