د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى (۱)
تفسیر
ټول هغه څه چې په اسمانونو او ټول هغه مخلوقات چې په ځمکه کې دي د داسې نقص له صفتونو څخه د الله پاکي او سپېڅلتيا بيانوي چې نه ورسره ښايي، هغه داسې پاچا دی چې په پاچايۍ کې يوازې تنها دی، له نقص څخه پاک دی، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق، شريعت او ځواک کې يې حکمت والا دی.