سوره الجمعة (جمعه) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۶

قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِنْ زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاءُ لِلَّهِ مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 6 ٦

ته (دوى ته) ووایه: اى هغو كسانو چې یهودیان شوي دي! كه تاسو دا (غلطه) عقیده لرئ چې یقینًا تاسو له نورو خلقو نه غیر د الله دوستان یئ، نو تاسو د مرګ ارزو وكړئ، كه چېرې تاسو رښتيني یئ (۶)

تفسیر
اې رسوله! ووايه: اې هغو کسانو چې پر يهوديت د هغو له تحريف وروسته پاتې دي، که چېرې تاسې دا ګومان کوئ چې همدا تاسو د الله دوستان ياست او هغه له خلکو څخه تاسو د دوستۍ لپاره ځانګړي کړي ياست؛ نو د مرګ هيله وکړئ، ترڅو ستاسو له ګومان سره سم يې چې د کوم درناوي لپاره ځانګړي کړي ياستی هغه ژر درکړي که چېرې تاسې په خپله دعوی کې رېښتيني ياست چې له ټولو خلکو څخه يوازې تاسې د الله دوستان ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ