سوره الجمعة (جمعه) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۷

وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ 7 ٧

او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى (۷)

تفسیر
او هغوی به هيڅکله د مرګ هيله ونه کړي، بلکې هغوی په دنيا کې د تلپاتې کېدو هيله کوي د هغه کفر، ګناهونو، ظلم، تورات د تحريف او بدلولو له امله چې ترسره کړي يې دي، او الله پر ظالمانو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او ژر به پرې بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ