سوره المنافقون (منافقین) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۳

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ 3 ٣

دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس (اوس نو) دوى نه پوهېږي (۳)

تفسیر
دا له دې امله چې هغوی د نفاق له مخې ايمان راوړلو، او ايمان يې زړونو ته ونه رسېدلو، بيا يې په پټه پر الله کفر وکړ، نو الله د هغوی پر زړونو د هغوی د کفر له امله مهر ولګولو چې ايمان نه ورننوځي، نو د دغه مهر له امله هغوی نه پوهيږي چې په څه کې يې صلاح او لارښوونه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ