سوره التغابن (تاوان) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




64 التغابن(التغابن)، آیت ۱۷

إِنْ تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ 17 ١٧

كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى (۱۷)

تفسیر
که چېرې تاسې الله ته غوره قرض ورکړئ؛ داسې چې خپل مالونه د هغه په لار کې ولګوئ، ستاسو لپاره به يې بدله څو برابره کړل شي چې يوه نيکي په لس برابره تر اووه سوه او لدې زیاتې اندازې سره برابره وي او ستاسو لپاره به ستاسو له ګناهونو تېر شي، او الله زيات شکر والا دی چې پر لږ عمل زيات ثواب ورکوي، زغم والا دی چې په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ