د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۱۸)
تفسیر
الله پاک پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او پر هغه څه پوه دی چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل قدرت، شريعت او ځواک کې د حکمت والا دی.