سوره التغابن (تاوان) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




64 التغابن(التغابن)، آیت ۲

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَمِنْكُمْ مُؤْمِنٌ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 2 ٢

هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي۔ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى (۲)

تفسیر
اې خلکو! همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړئ، نو له تاسو چې څوک پر هغه کافر شي د ورګرځیدو ځای یي اور دی او څوک له تاسو څخه مؤمن شي د ورګرځېدو ځای يې جنت دی، او الله ستاسو د کړنو ښه ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او ژر به پرې بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ