سوره التغابن (تاوان) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




64 التغابن(التغابن)، آیت ۴

يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 4 ٤

دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ۔ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى (۴)

تفسیر
څه چې په اسمانونو کې دي هغه پرې پوهيږي او څه چې په ځمکه کې دي پر هغه هم پوهيږي، او تاسو چې څه کړنې پټوئ هغه پرې پوهيږي او څه چې ښکاره کوئ هغه پرې پوهيږي، او د سينو په خير او شر ښه پوه دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ