سوره التغابن (تاوان) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
64
التغابن(التغابن)، آیت ۵
أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۵)
تفسیر
اې مشرکانو! ايا تاسې ته له تاسو څخه د مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو خبر نه دی راغلی، د نوح د قوم، د عاديانو، ثموديانو او داسې نورو، پر کوم کفر چې وو په دنيا کې يې د هغه سزا وڅکله، او هغوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی؟! ولې نه، پرته له شکه تاسې ته دغه خبر راغی، نو پر هغوی چې څه راغلل پند ترې واخلئ، او الله ته توبه وباسئ مخکې تردې چې هغه څه درباندې راشي چې پر هغوی راغلل.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: