دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى (۶)
تفسیر
دغه عذاب چې هغوی ته ورسېد، ځکه ورته ورسېدلو چې هغوی ته به د الله له لوري رسولان له څرګندو دليلونو او ښکاره برهانونو سره راتلل، خو هغوی به له دې امله چې رسولان د انسان له جنسه وو ويل: ايا انسان حق ته زموږ لارښوونه کوي؟! نو کفر يې وکړ او پر هغوی له ايمان راوړلو يې مخ واړولو، خو الله ته يې هيڅ زيان ونه رسولو، او الله د هغوی له ايمان او پيروۍ څخه بې پروايي وکړه، ځکه د هغوی پيروي الله ته هيڅ هم نه ور زياتوي، او الله بې پروا دی بندګانو ته يې اړ نه دی، په خپلو ويناوو او کړنو کې ستايل شوی دی.