سوره الطلاق (طلاق) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۱۲

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ يَتَنَزَّلُ الْأَمْرُ بَيْنَهُنَّ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا 12 ١٢

الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل۔، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى (۱۲)

تفسیر
الله همغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيداکړي دي او د اوو اسمانو د پيدايښت غوندې يې اووه ځمکې پيداکړې دي، د الله شرعي او د کايناتو اړوند امر د هغو ترمنځ را نازليږي، په دې هيله چې پوه شئ چې بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او هغه پاک ذات د پوهې له اړخه پر هرڅه را چاپېر دی، له هغه څخه نه په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې څه پټېدلای شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ