سوره الطلاق (طلاق) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۱

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ ۖ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا 1 ١

اى نبي! (دوى ته ووایه) كله چې تاسو (خپلې) ښځې طلاقول غواړئ، نو دوى په خپل (مناسب) وخت د عدت كې طلاقې كړئ او عدت وشمېرئ او له خپل رب الله نه ووېرېږئ۔ (او) تاسو دغه (خپلې ښځې) د دوى له كورونو نه مه وباسئ او دوى دې (پخپله) هم نه وځي مګر په دې حال كې چې دوى ښكاره بې حیايي وكړي۔ او دغه د الله حدونه دي او هر څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو یقینًا ده په خپل ځان ظلم وكړ، (اى طلاق وركوونكیه!) ته نه پوهېږي، كېدى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي (۱)

تفسیر
اې نبي کله چې ته اراده ولرې او يا يوڅوک ستا له امته اراده ولري چې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي؛ نو د هغې د لومړني عدت لپاره دې طلاق ورکړي، داسې چې طلاق په داسې طهر کې وي چې کوروالی يې پکې نه وي ورسره کړی، او عدت خوندي کړئ ترڅو خپلو مېرمنو ته پکې رجوع وکولای شئ که هغوی ته مو د رجوع کولو اراده وي، او له الله د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، خپلې طلاق شوې مېرمنې مو له هغو کورونو مه وباسئ چې پکې اوسيږي او نه دې هغوی په خپله ترې وځي، ترڅو يې عدت نه وي تېر شوی، مګر دا چې کومه څرګنده ناروا کړنه لکه زنا وکړي، او دغه حکمونه داسې د الله پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي او څوک چې د الله له پولو اوړي؛ نو هغه پر ځان ظلم کوي، داسې چې ځان د تباهۍ کندو ته اچوي له خپل پالونکي څخه د سرغړونې له امله، اې طلاق ورکوونکیه ته نه پوهېږې کېدای شي الله له دغه طلاق وروسته داسې امر پېښ کړي چې تا يې هيله نه لرله؛ نو رجوع ورته وکړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ