سوره التحريم (منع کول) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




66 التحريم(التحريم)، آیت ۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 8 ٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله ته توبه وباسئ خالصه رښتینې توبه۔، امېد دى چې ستاسو رب به له تاسو نه ستاسو ګناهونه ورژوي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي۔، په هغه ورځ كې چې الله به نبي او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى دى رسوا نه كړي۔، د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي۔، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه۔، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې (۸)

تفسیر
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له خپلو ګناهونو مو الله ته رېښتينې توبه وباسئ، کېدای شي پالونکی مو له تاسو څخه ستاسې ګناهونه ورژوي او د قيامت په ورځ مو داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو لاندې يې ويالې بهيږي، په کومه ورځ چې الله نبي نه رسوا کوي او نه هغه کسان اور ته په ننه اېستلو رسوا کوي چې له هغه سره يې ايمان راوړی، د صراط پر پول به يې رڼا مخې مخې او ښي لوريو ته منډې وهي، وايي به: اې زموږ پالونکيه موږ ته مو رڼا بشپړه کړه، ترڅو جنت ته ننوځو، چې د هغو منافقانو غوندې نه شو چې پر صراط پول يې رڼا ترې مړه شي، او موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، پرته له شکه ته پر هرڅه ځواکمن يې، چې زموږ د رڼا له بشپړولو او ګناهونو څخه په راتېرېدلو دې هيڅوک نه شي بې وسې کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ