سوره الملك (بادشاهي) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۱۰

وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ 10 ١٠

او دوى به وايي: كه چېرې مونږ اورېدل كولى، یا مو له عقل نه كار اخيستلى (نو) مونږ به (نن) د دوزخ په ملګرو كې نه وى (۱۰)

تفسیر
او کافران به وايي: که چېرې موږ داسې اورېدلای چې ګټه يې رسولای او يا داسې پوهېدلای چې حق يې له باطله بېلولای؛ نو موږ به په دوزخيانو کې نه و، بلکې پر رسولانو به مو ايمان راوړی و او هغه څه به مو رېښتيا ګڼلی و چې هغوی راوړي وو، او موږ به له جنتيانو وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ