سوره الملك (بادشاهي) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۱۷

أَمْ أَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ 17 ١٧

ایا تاسو له هغه ذات، نه چې په اسمان كې دى په امن (او بې وېرې) شوي یئ، له دې نه چې پر تاسو باندې د كاڼو باران راخوشې كړي، نو چې تاسو به ژر پوه شئ چې زما وېرول څنګه دي (۱۷)

تفسیر
آيا د هغه الله له لوري د دې خبرې په اړه ډاډه ياست چې هغه به پرتاسو له آسمانه ډبرې را ونه ليږي لکه د لوط پر قوم يې چې ولېږلې؟! نو ژر به پوه شئ کله چې تاسې لره زما عذاب زما له لوري په وېرولو ووينئ، خو هيڅکله به د عذاب له ليدلو وروسته ګټه ترې پورته نه کړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ